د امريکا امنيتي خبرتيا؛ له عراق، بحرين او اردن څخه د سفارت کارکوونکو وتل

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د عراق، بحرين او اردن په سفارتونو کې غير ضروري کارکوونکي دې د امنيتي اندېښنو له امله دا هېوادونه پرېږدي. دا پرېکړه د امنيتي احتياطي تدابيرو په چوکاټ کې شوې ده.
د الجزيرې د راپور له مخې، دا خبرتيا په رسمي ډول د امريکا د ديپلوماټيک استازوليو کارکوونکو ته ابلاغ شوې او يوازې غير ضروري کارکوونکي پکې شامل دي. د امريکايي چارواکو په وينا، دا اقدام د ديپلوماټيک پرسونل د خونديتوب لپاره ترسره شوی دی.
په يوه بله پېښه کې، د سعودي عربستان د دفاع وزارت نن سهار په رياض کې د امريکا پر سفارت بريد تأييد کړی دی. له دې سره هممهاله، په ټولنيزو رسنيو کې ویډيوګانې خپرې شوې چې ښيي د سفارت ودانۍ اور اخيستی دی.
تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او احتمالي زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. اړوندو چارواکو هم د سيمې د امنيتي حالت په اړه نوي معلومات نه دي ورکړي.




